کابل باختر د چنګاښ ٢٥: پوليسو دوه تنه پرون په ګرديز ښار کې دجعل کارۍ په تور ونيول. دګرديز دامنيې قوماندانۍ دجنايي مدير سمونوال وزير احمد شهاب دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه هغه وخت ونيول شول چې دوه زره پنځه سوه جعلي سعودي ريال يې له ځانه سره يې لرل. ختم- سهيلا
1 د یوې دقیقې څخه لږ