خبرونهامنیتTOP

د وسله وال پوځ لوی درستيز د بدخشان امنیتي وضعیت وارزاوه

‏کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین “فطرت”، د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندان مولوي امان الدین “منصور” په ملتيا د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې، لوا ګانې، کنډکونه ‏او د بدخشان ولایت د زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسواليو سرحدي نقطې له نږدې وکتې.
د وسله وال پوځ لوی درستيز د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې د سرحدي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه او له سرتېرو یې وغوښتل، ‏چې د دې خاورې په دفاع کې خپله هڅه او کوښښ وکړي او په ایماني او کلک هوډ سره د خپلو خلکو خدمت وکړي.
په پای کې د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت د ارزونې پر مهال د وسله وال پوځ لوی درستيز د سرتېرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا