ټولنه

دکاري دفترونو له پلوه دملي پيوستون دپروګرام دکارکوونکو ستونزې لرې شوې.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دبغلان ولايت دملي پيوستون دپروګرام نوې ودانۍ ګټې اختسنې ته وسپارله شوه .دغه ودانۍ دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه دپنځلس نيمو مليونو افغانيو په لګښت دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست په انګړ کې په دوو پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې ده .
دبغلان ولايت دملي پيوستون دپروګرام دڅانګې مسوول نصرت الله شهيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ ،ډوډۍخوړلو سالون ،پنځلس کاري خونې ،دکنفرانس تالار او نور ضروري ملحقات لري چې په يو نيم کال کې بشپړه شوې ده چې دکارکوونکو ستونزې لرې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته