
کابل، د وري ۱۶مه، باختر
د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت پرون د ملي دفاع وزارت په مقر کې د تېرې ادارې له يو شمېر جنرالانو او افسرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د وسله وال پوځ لوى درستيز هغوى د ښه نيت او هېواد پالنې د ستاينې تر څنګ وويل چې د اسلامي نظام غېږه د ټولو ګرانو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولاى شي چې په هېواد کې له خپلو کورنيو سره په پوره ډاډ او امن ژوند وکړي.
ورپسې د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال ډګر جنرال افضل امان او د تېر حکومت د قول اردو پخواني قومندان تورن جنرال شعور ګل د نورو په استازیتوب خپلې ستونزې او ننګونې له لوی درستیز سره شریکې کړې او ژمنه يې وکړه، چې د اړتیا په صورت کې د ملی دفاع وزارت سره هر ډول همکارۍ او خدمت ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرې ادارې جنرالانو او افسرانو د وسله وال پوځ لوی درستیز ته یو نظامي شمشېر(کرچ) ډالۍ کړ او همدا راز د وسلوال پوځ له لوري هم نوموړو ته سوغاتونه ډالۍ شول.
افغانمل