سیاست

حامدکرزي دامريکا او طالبانو ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو غوښتنه وکړه .

کابل باختر دوږي  ٢٨مه :
دهېواد دپخواني جمهور رييس حامدکرزي  دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې،حامدکرزي چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې له امريکا څخه وغوښتل چې له طالبانو سره دې خپلې خبرې له سره پيل کړي .
دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ خبرې چې نهمه پړاونه يې تېر شول او دواړه لوري ديوه موافقه ليک د لاسليک لپاره  چمتو و، له هغه وروسته  دامريکا دجمهور رييس دونالدترامپ  له لوري لغو شوې چې په يوه تروريستي  بريد کې چې دوه اوونۍ مخکې دکابل دشش درک  په ساحه کې وشو يو امريکايي پوځي  او يوولس افغان ملکي وګړي ووژل شول او اوس حامدکرزي دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو غوښتنه کړې ده . خو هغه دطالبانو او امريکا ترمنځ دخبرو دبيا پيلېدو لپاره دريېو مسئلو ته اشاره وکړه
دامريکا او طالبانو ترمنځ دخبرو پيل ، رڼې او څرګندې خبرې او له دې سره جوخت دافغانانو ترمنځ  خبرې .
حامدکرزي وويل: کله چې امريکا دخپل يوعسکر لپاره له خبرو څخه وځي ولې موږ نه شو کولاى دخپلو  بچيانو دزياتې وژنې دمخنيوي لپاره په خپلو کې خبرې ونه کړو .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته