خبرونهامنیتTOP

د وسله وال پوځ لوی درستيز د سالنګ د پېښې له قربانيانو سره د خواخوږۍ په موخه يادې سيمې ته سفر

کابل، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر
د اسلامي امارت د وسله وال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین فطرت د نظامي او ځايي چارواکو په ملتيا نن سالنګ ته ولاړ او هلته يې د وروستۍ پېښې له ځای څخه ليدنه وکړه.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د پېښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال د دغې پېښې قربانیانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل او د دغې لويې لارې د بيا پرانيستلو په برخه کې د ژغورنې ټیمونو (طبي،انجینرۍ او اور وژنې)او د اسلامي امارت پوځ منسوبینو هلې ځلې وستايلې.
فطرت همدارنګه د دې لويې لارې له موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې ترافيکي قوانين مراعات کړي تر څو په راتلونکي کې ورته پېښې بيا تکرار نشي.
افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا