سیاست

انجینیرمحمد خان د کابل د وروستي ترهګریز برید د ټپیانو پوښتنه وکړه

کابل باختر دوري  يو ديرشمه :
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د کابل ښار د پل محمود خان
سیمې د وروستي ترهګریز برید د ټپیانو د روغتیایی حالت د پوښتنې په موخه د
کابل ایمرجنسي روغتون ته ورغى.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال د روغتون له ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې د
ټپيانو په درملنه او پالنه کې خپله ملي او اسلامي دنده تر سره کړي.
د ایمرجنسي روغتون ډاکترانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر
محمدخان ته د ټپیانو د روغتیايي حالت او د هغوی د درملنې د څرنګوالي په
اړه معلومات ورکړل او د ټپیانو روغتیايي وضیعت یې ډاډمن وباله.
انجینیر محمدخان د پېښې ټپیانو ته د خدای تعال (جل جلاله)له دربار څخه
د سملاسي روغتيا هيله وکړه او له موظفو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل چې له
ټپیانو سره د بیړنیو روغتیایي مرستو په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.
انجینیر محمدخان په روغتون کې د بسترو ناروغانوله پوښتنې وروسته له رسنیو
سره په خبرو کې د ترهګرو دغه برید چې په ترڅ کې يې زموږ ګڼ شمیر بیګناه
هیوادوال شهیدان او ټپیان شول په سختو ټکو وغانده اوپه ټولو وسله والو
مخالفینو یې غږ وکړ چې د هیوادوالو د وژلو پرځای سولې ته غاړه کیږدي او د
هیواد په آبادۍ کې برخه واخلي او نورد بیګناه خکلوله وینې تویونې څخه ډډه
وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته