ټولنه

په کونړکې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

٢٤- کابل / د مرغومي ۱۶ / باختر
په کونړکې د اوبولګولو د یوکانال په جوړولوسره د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
دغه کانال سوکي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو د څوسرچېنوپه منځ کې شتون لري.
د کليو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د دغه کانال د جوړولولپاره یومیلیونواته سوه زره افغانۍ لګولې دي.
د کونړد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي ډي چې د دغه کانال په جوړولوسره د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې. پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته