
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د وسلوال پوځ ستر درستیز قاري فصیح الدین فطرت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند حضرت عبيده ابن جراح (رض) دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه.
ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکي، چې په دغه لیدنه کې مسوولینو د یادې لواء سرپرست، مجاهدينو او منسوبينو ته لازمې لارښوونې وکړې او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
همدا راز د یادې لواء سرپرست قومندان ورته د لواء اړونده ستونزې او مشکلات وړاندې کړل؛ چې د مسوولینو له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي له دې وړاندې هم له بېلابېلو قول اردو ګانو څخه لیدنه کړې وه.