کابل باختر د تلي ٢٢ :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون کله يې چې غوښتل په يوه لوړه سيمه توغندي ځاى پرځاى کړي؛ ديو توغندي د چاودنې له امله ووژل شول.
دلوګرسيمه ئيز مسوولين وايي چې طالبانو غوښتل ددغو توغنديو په ځاى پرځاى کولو سره د اختر په ورځوکې د پل علم په ښار بريد وکړي .
دغه چاودنه پرون د پل علم ښار د پادخواب شانه په سيمه کې وشوه .
دلوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
درويش وايي: ددغو طالبانو په وژل کيدو سره په پل علم ښارکې د اختر په ورځو کې په خاورو او وينوکې دخلکو دليت پيت کولو په خاطر ددغې ډلې طرحه ناکامه شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل