سیاست

انجنیر محمد خان: د غزني د ستونزو لپاره باید په یوه جامع او هر اړخیزه طرحه او عملي پلان کار وشي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٩ مه
په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازو عبدالقیوم سجادي، عارف رحماني او نفیسې عظیمي د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستيال جنرال مراد علي مراد، د غزني والي عبدالکریم متین، قومي مشرانو او سپین ږیرو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره د غزني ولایت په ستونزو خبرې وکړې.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د غزني ولایت روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته يې کړه چې غزني یو له مهمو ولایتونو شمیرل کیږي، خو له بده مرغه په امنیتي، تعلیمي، روغتيايي او رغنیزو چارو کې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دی.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې نفیسې عظیمي وویل چې غزني د ترهګرو ډلو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او هڅه کوي چې یاد ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د اغلې نفیسې پر وینا، به غزني ولایت کې د پولیسو شته تشکيل بسنه نه کوي او حکومت باید دغه ولایت ته نوی او اضافه تشکیل ورکړي چې وکولای شو د یاد ولایت امنیتي وضعیت کابو او د دښمن ناولي اهداف له مینځه یوسي.
د غزني والي عبدالکریم متین د غزني ولایت د یو کلن پلان په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې محلي اداره د غزني لپاره جامع طرحه لري چې د دغې طرحې په پلي کیدو سره به د غزني ټولې امنیتي، تعلیمي، روغتيايي او رغنیزې ستونزې له مینځه لاړې شي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستيال جنرال مراد علي مراد وویل چې په غزني ولایت کې د دښمن ټول پلانونه شنډ شوي دي او اوسمهال دښمن پداسې حالت کې نه دی چې غزني ولایت ته ګواښ رامنځته کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال غزني یو له مهمو او ستراتيژیکو سیمو څخه وباله او ویې ویل چې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې په غزني کې د نفوذ په درلودلو سره د کابل ـ کندهار لاره او د یاد ولایت ګاونډۍ سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
لومړي مرستيال د غزني والي ته دنده وسپارله چې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو له استازو سره په ګډه د یاد ولایت ستونزې د اړوندو ادارو له چارواکو سره شریکې او د له منځه وړلو لپاره يې په یوه هر اړخيزه طرحه او عملي پلان کار پیل کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته