فرهنګ

دسنځلې ګل دوديزه ميله په لوګر ولايت کې د مشاعري دغونډې په جوړولو سره و لمانځل شوه

کابلباختر دچنګاښ اوله

دسنځلې ګل د وديزه ميله نن په لو ګر ولايت کې دمشاعري دغونډې په جوړولو سره ونمانځل شوه

په دې غونډه کې چې دسنځلې دفصل اود هغي د زړه وړونکى بوي په درشل کې نن په پل علم ښار کې جوړه شوه دلوګر ،خوست ،پکتيا اود کابل له ولايتو نو څخه په سل ګو نو تنو شاعرانو، ليکوالو ،ژورناليستا نو او سيمه ييزو مسئولينو ګډون کړې و

 په دې غونډه کې برخه والو شاعرا نو خپل شعرونه چې زيا تره يي دپسرلۍ اود سوله ييز او ګډ ژوندا نه د ښيګڼو په باره کې برا بر کړي و ،ولوستل دغې غونډې يو ځانګړي ميلمه هم درلود او هغه د افغا نستان خوږ ژبي شاعر او ليکوال عبدالباري جها ني و

جها ني په دغو مراسموکې دپسرلۍ او سولې اود افغا نستان په باب خپل څلور شعرو نه ولو ـتل

ددغې غونډې په يوه برخه کې داطلاعاتو او فرهنګ د وزيرډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام ولوستل شو

په دې پيغام کې چې د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ درئيس شفيق پوپل له خوا ولوستل شو ، ډاکتر رهين له دې امله چې افغان فرهنګيان غواړي خپل ځينې غوره دودونه بيا ژوندى کړې ، خوښي څرګنده کړى ده

داطلاعاتواو فرهنګ وزير د مشا عري دغونډو جوړول زموږ د هيواد دفرهنګ يو له دغو غوره او دمنلو وړ دود ونو څخه بللي دي او ويلي يي دي له نيکه مرغه زموږ سيمه ييزو مشا عرو چې دهري سيمې دمشهورګل په نا مه نومول شوي دي ، په وروستيو کلونو کې ښه سمون مو ندلى دي

ډاکتر رهين په خپل دغه پيغا م کى دلوګر ولايت خلک فرهنګيان اوفرهنګ دوستان بللي دي او ددغه ولايت دموسيقي سبک يي دافغا ني ټولنې ترمنځ د ښه شهرت لرونکى بللى دي

په دې غونډه کې د لوګر والي طاهرخان صبري هم د خبرو په ترڅ کې له شاعرانو څخه وغوشتل چې زيا تره داسي شعرو نه برا بر کړي چې خلک سولې آو ګډ ژوندا نه ته وهڅوي

دافغا نستان مشهور شاعر اوليکوال عبدالباري جهاني د ا مريکا له متحده ايالاتو څخه هيوادته راستون شوي دي او په دې غونډه کې يي ګډون کړى و

ده دباختراژانس له خبريال سره په خبروکې دشعر او شعر ويلو دغونډو اودنوروفرهنګي غونډو د جوړولو له ا مله خوښي څرګنده کړه اودا کار يي دافغا نستان دلرغوني فرهنګ او اد بيا تو په بداينه کې ارزښتناک و باله

دسنځلي ګل دوديزه ميله هرکال دغبرګولۍ دمياشتي په وروستيو وختوکې، ټيک په داسي وخت کې دسنځلي او ددغى ميووي د ښکلي بوي فصل دي په لو ګر ولايت کې د بيلا بيلو دسيمو دفرهنګيانو،شاعرا نو اوليکوالو په ګډون جوړيږي

سږ کال دغه غونډه دلوګر ولايت داطلاعاتو او فرهنګ د رياست له خوا اود سيمه ييزو مقا ماتو اود خصوصي شرکتو نو په همکاري جوړه شوې وه

دافغانستان په لوګر ولايت کې دسنځلې ګل دووديزې ميلې جشن په ننګر هار کې دنارنج ګل او استالف کې دارغوان ګل دغونډو په شان تاريخې اودوديزې جر ړي لري

دغه دوديزه ميله په وروستيو کلونوکې د کورنيو جګړ وله امله په لوګر ولايت کې نه نمانځل کيده خو له اوو کلو نو را په ديخوا ددغى ميلې نمانځنه له سره پيل شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته