ټولنه

په پاکستان کې دافغانى مهاجرينو دايستولو موده تمديده شوه .

اسلام آباد- ايرنا-باختر د وږي دمياشتې ١٩ دپاکستان حکومت چې څو مياشتې مخکې يې له دغه هيواد څخه دافغان مهاجرو دايستلو موده شپږ مياشتې تمديد کړې وه نن يې هغه نور دريو مياشتو لپاره تمديد کړه . دايرنا دخبري سايت دخبرله مخې دغه تصميم نواز شريف په مشرى دپاکستان دحکومت په کابينه کې ونيول شو. دملګرو ملتود سازمان دپناه غوښتوونکو د دفتر د رپوټ له مخې په وروستيو دوو مياشتو کې څه ناڅه زره افغان پناه غوښتوونکى له پاکستان څخه وتلي دي . څه ناڅه درې مليونه قانوني او غيرقانوني افغان مهاجرين په پاکستان کې ژوند کوي يواځې نيمايي ثبت شوي او نوريې په غير قانوني ډول په دغه هيواد کې ژوند کوي. دغه ضرب الاجل يواځې دهغو کسانو لپاره دى چې نومونه يې ثبت شوي دي او دپيژندلو کارتونه يې ترلاسه کړي دي. پاکستان اعلام و چې له دغې مودې وروسته به دهغو دايستلو لپاره سخت تدبيرونه ونيول شي. دپاکستان دسرحدى سيمو دچارو وزير عبدالقادر بلوڅ اعلام کړى دى چې له دې مودې وروسته به ټول هغه افغانان چې پاکستان کې شتون ولري دغير قانوني مهاجرو په توګه به وپيژندل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته