کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن يو تاريخي اثر ملي آرشيف ته وسپاره.
دغه اثر څو ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت د پوليسو له خوا د تاريخي آثارو له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
ځينې لرغونپوهان وايي چې دغه اثر په اوولسو پاڼوکې يو کتاب دى او متنونه يې د سرو زرو په اوبو سره ليکل شوي دي چې لرغونتيا يې ښايي له ميلاد څخه مخکې له پنځمې پيړۍ څخه تر نهمې پيړۍ پورې اړه ولري او د انشايي نښې نښايې يې اوستايي رسم الخط ته ورته دي.
دغه اثر د روانې مياشتې په اتمه نېټه د امنيتي موظفينو له خوا د ميدان وردګو په ولايت کې د پلټنې په بهيرکې ترلاسه شو او وروسته د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم له خوا مرکز ته وليږدول شو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين او سرپرست پوهاندمحمدرسول باوري، د لرغونپوهنې د رئيس نورآغا نور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د رئيس عبدالاحد عباسي په شتون د ملي آرشيف سرپرست محمد هارون نوري ته وسپارل شو.
پوهاند محمدرسول باوري د تاريخي آثارو د قاچاقو د مخنيوي په لاره کې د امنيتي موظفينو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې دغه اثر ډير مهم او زياته لرغونتيا لري او ځانګړتيا يې د هغه په تاريخې لرغونتيا پورې اړه لري.
په همدې ترتيب مل پاسوال محمدفهيم قايم هم خبرې وکړې او ويې ويل چې ټول بايد د ملي ارزښتونو د بډاينې او ساتنې په لاره کې هڅه او هاند وکړو او پرې نږدو چې دغه ارزښتونه لوټ کړاى شي.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل