١-کابلباختردمرغوي ٢٩ مـــــــــــــه
د ولسي جرګې د اصلاح غوښتونکو ډلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په هېواد کې د ملي یووالي په ټینګښت باندې ټینګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد په عمومي حالاتو باندې خبرې وشوې او د اصلاح غوښتونکو ډلې د خپلو هدفونو د بیانولو په ترڅ کې وویل چې د دغې ډلې موخه د نظام ټینګښت او د درې ګونو قواوو ترمنځ د سالمو کاري اړیکو رامنځته کول دی.
دوی په دې کتنه کې له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې سرپرست وزیران دې د رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د هېواد جمهوررئیس د اصلاح غوښتونکو ډلې ته ډاډ ورکړ چې د ولسـي جرګې د نوې کاري دورې له پیل کیدو سره سم به د کابینې د پاتې غړو لیست ولسي جرګې ته واستول شي.
حامدکرزي په دغه کتنه کې په هېواد کې روانو سیاسي مسلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان حکومت د وسله والو مخالفینو لپاره په قطرکې د دفتر له پرانیستلو سره له دې امله موافقه وکړه چې په افغانستان کې ژر ترژره سوله ټینګه شي ځکه د افغانستان خلک تر هرڅه وړاندې سولې ته ډیره اړتیا لري.