نړۍ

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې د ډزو له امله دولسو تنوته مرګ ژوبله واوښته

کويټه جيونيوز د وږي دمياشتې  ٦ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو پرون دبلوچستان ايالت په بولان ناحيه کې په دوو بس موټرونو ډزې وکړې چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول اوشپږتنه نوريې ټپيان شول.
لومړي ډزه په يو موټر چې له کويټې ښارڅخه بالاناري سيمې ته  روان و، وشوه چې له امله يې درې تنه ووژل  شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
دډزو دويمه پيښه د دادار سيمې ته څيرمه  په يو بس موټر رامنځته شوه چې له امله يې يوه ښځه ووژل  شوه اودرې تنه نورټپيان شول .
دپيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ددوو تنو ټپيانو دټپونو دژورتيا له امله  ساه ورکړه.
په همدې  حال کې وسله والو کسانو هغو دوو موټرو ته چې دکراچي ښار ته روان وو ، اور واچاوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته