فرهنګ

تبصره

کابل باختر د ثور  اووه ويشتمه :
دثور دمياشتې وروستى اوونۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اهتمام دافغانستان په کليزه کې دکتاب  دمطالعې  داوونۍ په توګه ثبت شوې ده چې دکتاب دنندارتون په جوړولو سره په ټولنه کې دکتاب لوستلو فرهنګ ته نوې ساه وربخښي .
دباختراژانس مبصر ليکي ،  کتاب او مطالعه  زموږ دهيوادپه تاريخ کې له ژورو جرړو سره يوفرهنګ دى .
  افغانستان دفرهنګ مرکز او ټاټوبى دى او زيات تمدنونه يې تجربه کړي دي اولرغونتيايې اوسابقه يې له آريانا څخه تر خراسان او اوس افغانستان ته رسيږي ، دفرهنګي شتمنيو اوتمدن له پلوه بډاى دى چې کتاب اومطالعه يې دارزښتناکوپديدو په توګه زموږ خلکو  ته معرفي کړې وه ، خو په وروستيو کلونوکې  ځينې عوامل ددې سبب شول چې په هيواد کې دمطالعې ، فرهنګ ، کتاب ، کتاب لوستل  او کتابداري  خپل رنګ بايلوي  حتى  ويلاى شو چې  اوس زموږ په هيواد کې  کتاب اوکتاب لوستل ناوړه اوبدحالت لري .
په هر حال په همدې مناسبت  دخپروونکو په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دکتاب دنندارتون جوړول کيداى شي دمطالعې او کتاب لوستلو په لاره کې يو ګام وبلل شي .
دهيواد دفرهنګيانواو پوهانو په باور زيات شمير عوامل شته چې په هيواد کې يې د کتاب او دکتاب لوستلو دفرهنګ بازار پيکه کړى دى په لومړي ګام کې دوروستيو  نږدې څلويښتو کلونو  جګړو او ناخوالو هيواد دپرمختيا بدلون او انکشاف له تګلوري څخه بې لارې کړى دى حتى په هيواد کې دفرهنګي بدلونونو سبب شوي دي اوزموږ ځوانانو دسياسي ډلبنديو په پام کې نيولو پرته دقلم اوکتاب پرځاى دمبتزلو سريالونو په لور مخه وکړه دغه راز دڅه دپاسه دريو لسيزو ناوړه بدلونونه د ټولنې او دکورنيو داقتصادي کمزورتيا سبب شول او داکار ددې  سبب شو چې زموږ  هيوادوال دکورنيو داقتصادي مسئلو دتمويلولو په باب زيات فکر وکړي .
له ټولو  څخه بده داچې  جګړې  دزياترو فرهنګي ا و روزنيزو بنسټونو دفعاليت مخه ونيوله او دڅه دپاسه دريو لسيزو ناخوالو په بهير کې  يوشمير ښوونځي او روزنيز بنسټونه ويجاړ شول  او اوس چې حالت په نسبي ډول مثبت تګلورى لري او دفرهنګي روزنيزو او تحصيلي فعاليتونو دترسره کولو لپاره زيات فرصتونه مساعد شوې دي اوپه ښوونځيو او دلوړو زده کړو په خصوصي اورسمي موسسو کې دزده کوونکو او محصلانو شمير څه دپاسه لسو مليونو ته  رسيږي او دې کار مطالعه ، تحقيق  او څيړنه په يوه اړتيا بدله کړې ده خو لکه څنګه چې هيله کيږي  زموږ په ټولنه کې دغه اړتيا نه ده پوره شوې اودځوانانو او محصلانو ترمنځ له مطالعې سره مينه او علاقمندي  په ټيټه کچه کې ده په داسې حال کې چې ابتدال پالنه زياته ترويج شوې ده .
دپوهانو په باور دځوانانو اومحصلانو ترمنځ فرعي مصروفيتونوپه هيواد کې مطالعې او کتاب لوستلو ته زيان اړولى دى په تيره بيا دانترنتي  شبکو او دټولنېزو شبکو ظهور د ذهنيتونو په بدلون کې رول لري  . دوى ديوه کتاب  دلوستلو پرځاى زياتره انترنت  او ټولنيزو شبکو ته مخه کوي .
ددغو ستونزو تر څنګ دکتابونو  دپلورنې  بازار هم خپلې ستونزې لري نن ورځ دهيواد دکتاب پلورنې  بازارونه په ګاونډيو هيوادونو کې له چاپ شويو کتابونو  څخه ډک دي چې دزياترو کتابونو محتوايا په درد نه خوري اويا داچې په هغو کې ټاکلو سليقو او خبرو ته ځاى ورکړى شوى دى .
دلته په لومړي ګام کې دکتاب دخپروونکو موسسو کار دپوښتنې وړ دى چې ولې په دې نه دي بريالي شوي  په تنوع سره کاروکړي، دغه راز دهيواد  دچاپ خونې ددې ظرفيت نه لري چې وکولاى شي اوسنيو اړتياو ته ځواب ووايي همدغه تشه ده چې زياتره کتابونه اونور چاپي  اثار ددې پرځاى  چې په هيواد کې چاپ شي دګاونډيو هيوادونو بازارونو ته خپله لاره پرانيزي  په داسې حال کې چې په دغو بازارونوکې  دکتاب چاپول په املا او انشا کې نميګړتياوې لري  خو دکتاب  په نامه  اوونۍ کيداى شي يو داسې  فرصت وي  هغه ستونزې او تشې چې  دکتاب دمطالعې او ليکلو او چاپولو کې  تشه لري ښي . نن ورځ کتاب او مطالعې دانسان له ژوندانه او برخليک سره پيوند خوړلې ده او دکتاب اوونۍ  کيداي شي له سقوط څخه دکتاب او مطالعې  دژغورنې په لور يو حرکت وي  ځکه يوه کوچنۍ کتاب  خونه کولاى شي دنيکمرغيو په لور  دانسان دريڅه پرانيزي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته