سیاست

د هېواد د بهرنيو چارو وزير بروکسل ته روان شو

کابل باختر د ليندۍ ديارلسمه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په استازيتوب د ناتو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد نن له کابل څخه بروکسل ته روان شو .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ټاکل شوې ده دغه غونډه سباپه بروکسل ښار کې جوړه شي .
  د هېواد د بهرنيو چارو وزير په دې کنفرانس کې د امنيت، سولې او انتخاباتو د مسئلو په باب وينا وکړي .
په دې غونډه کې د ناتو غړي هېوادونه په افغانستان کې د خپل شتون او ژمنو په باب هم خبرې اترې کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته