سیاست

جمهور ريیس ښځو ته په خطاب کې: حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمن دی

کابل / باختر/ د زمري ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو او په خصوصي سکتور او بېلابېلو دولتي ادارو کې له فعالو ښځو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو په رول او د هغوی په ځواکمنتیا بحث وشو.
هغوی وویل، په تېرو پنځو کلونو کې په ټولو برخو له هغې ډلې مدني ازادیو، حقونو، تعلیم او کار ته د ښځو لاسرسی او د حکومت د تصمیم نیولو په کچو کې د هغوی سیاسي رول زیات شوی او ټینګار یې وکړ چې په ځانګړي ډول په وروستیو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې باید د سولې پروسه کې له پامه ونه غورځول شي.
د ښځینه حقونو فعالانو څرګنده کړه، په وروستیو څو کلونو کې د ښځو د حقونو ملاتړ په برخه کې زیات قوانین تدوین شوي، د ښځو رول سمبولیک نه و او حکومت د هغوی ځواکمنتیا ته جدي پاملرنه کړې.
جمهور رئیس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: زما د کار عمده برخه د ښځو په حقونو تمرکز او په کسب او کار، سوداګرۍ، تعلیم او لوړو زده کړو کې د هغوی آزادۍ ته پاملرنه ده، ترڅو رول او مقام یې خوندي پاتې شي او همدا راز تصویب شوي قوانین د هغوی د حقونو د تامین لامل شول.  
جمهور ريیس غني زیاته کړه، د سولې په برخه کې زموږ هڅې هر اړخیز بحث دی او تر هغو پورې چې زه مسوولیت لرم، هېڅ ډول داسې معامله به ونه کړم چې د ښځو حقونو ته زیان واوړي.
هغه ټینګار وکړ چې ښځې د افغانستان د راتلونکې عمده برخه ده او حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ساتنې ته ژمن دی.
جمهوررئیس د هېواد له ټولو ښځو وغوښتل چې په جمهوري ریاست ټاکنو کې برخه واخلي، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې فعال حضور ولري او هیڅکله هم د خپلو حقونو د ترلاسه لپاره غلې پاتې نشي.
پاىجهانيار 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته