امنیت

په هلمند کې داووه ديرشو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
اووه ديرش تنه وسله وال طالبان   په هلمند ولايت کې دپوځيانو  په نويو هوايي  او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو بريدونوکې له تيرودريوورځوراپديخوا دهلمند ولايت  د سنګين، ګرشک ، او مارجې په ولسواليو کې دطالبانو په سنګرونو ترسره شول  څلور تنه  نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او ددغوډار اچوونکو څه ناڅه نهه پټنځي له ټولو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره يې له خاورو سره خاورې شوې دي .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دغه بريدونه  دملي پوليسو  ملي اردو اودکوماندو دځواکونو له خوا د طالبانو په سنګرونو  شوي دي .
  دغه پوځي   مقام دپوځيانو په دغو بريدونوکې  دوسله والو طالبانو  دډلې دجګپوړي  قوماندان مولوي جانداد په ګډون داووه ديرشو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل او  دڅلورو تنو نورو  ټپي کيدل تاييد کړل .
ده وويل  چې په دغو هوايي  اوځمکنيو  بريدونوکې په ګرشک ،  سنګين اومارجه کې دوسله والو طالبانو دډلې نهه پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره يې له خاورو  سره خاورې شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته