کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه :
ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره کړل ۱۲تنه وسله وال ترهګر ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.
دغه عملیات د ځمکنيو ځواکونو ، توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیکا ، کندهار ، فراه، فاریاب، بغلان جوزجان او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شول له امله يې د قندهار ولایت د شاه ولی کوټ په ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى یو شمیر وسلې او مهمات هم دپوځيانولاسته ورغلي دي ، دفراه او پکتيکاد ولایتونو په پشت رود اوبرملې ولسواليو کې ٣تنه وسله وال ترهګر ووژل شول، ۶ تنه ټپیان اودهغوى د مهماتو یوه ډیپو او یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل