سیاست

د افغانستان او امریکا جمهور رییسانو سره وکتل

کابل/ د سلواغې ۲ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د امریکا متحدو ایالتونوله جمهور رییس ډونالډ ټرامپ سره وکتل. باختر آژانس ته د جمهوررییس د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې چې د سویس په داووس ښار کې ترسره شوه، د دواړو هیوادونو جمهور رییسانو د افغانستان او سیمې پر حالاتو، موجودو فرصتونو او ګواښونو بحث او خبرې وکړې. همدارنګه دواړو لوریو په بګرام کې د خپلې وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په یاده کتنه کې بحث شوي موضوعات به افغان حکومت او د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته