امنیت

د هېواد په جنوب کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

لښکر ګاه /باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۱۱ مه
د هلمند ولایت د سنګین، ګرشک، کجکي او نهر سراج ولسوالیو په مربوطاتو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون او وړمه ورځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، یاد بریدونه د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو ترسره شوي او ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته