ټولنه

په ميدان وردګو کې دهواپوهنې ددستګاه درول .

٥٢-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  په ميدان وردګو ولايت کې دهواپوهنې  يو مرکز په فعاليت پيل وکړ .

 دميدان وردګو ولايت داوبو دتنظيم رييس انجنير محمد انور جلال دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه دستګاه  دنړيوال بانک  په مالي مرسته ديو سلو پنځه شپيته زره امريکايي ډالرو په لګښت درول شوې ده .

 انجنير جلال وايي: دغه دستګاه دباد چټکتيا او اندازه ،  دواوري اوباران داورښت ، دهوا دتودوخي درجه اټکل کوي او دهوا د لنده بل دساتني ګريد  درجه ښيي

 خبرځاى زياته کړه دغه دستګاه دستلايت له لاري  له مرکز سره نښول شوې  ده چې له دې لاري مرکز ته ددغه ولايت داوبو او هوا د څرنګوالي رپوټ ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته