نړۍ

دپاکستان داردو په هوايي بريدونوکې ديرش تنه مليشه طالبان ووژل شول .

پيښور  باختر د وري شپږمه :
په خيبر ايجنسۍ کې  دپاکستان  په هوايي بريدونوکې څه ناڅه ديرش تنه  پوځي مليشې  ووژلې شوې .
  باختراژانس دپاکستاني رسنيو  له خولې خبر راکړ ، دپاکستان  دهوايي پوځ  په پرونيو عملياتو کې  دخيبر ايجنسۍ  په تيرا  سيمه کې  دمليشه طالبانو  پټنځي  او سنګرونه  بمباري شول  چې  دديرشو تنو  مليشه طالبانو په وژل کيدو سربيره  ددوى  دوسلو اومهماتو  دوه ډيپوګانې  هم ويجاړې شوې .
دپاکستان داردو له خوا  دخپاره شوي  خبر له مخې ، دلښکر اسلام  په نامه  دډلې  ويندوى صلا ح الدين ايوبي هم  په پرونيو هوايي بريدونوکې  وژل شوى دى .
  دډيورند له کرښي اخوا په قبايلي سيمو دمليشه طالبانو  په سنګرونو  دپاکستان داردو  هوايي بريدونو  چې  نږدې  نهه مياشتې مخکې  په شمالي وزيرستان  او خيبر کې  پيل شوي دي  په پيښور کې  دپوځيانو  تر ادارې لاندې  په يو ښوونځي  دځانمرګي  تروريستي بريد  له وخت  څخه  زور اخيستى دى .
  دپاکستان اردو اعلام کړى دى  چې تراوسه پورې  ددغو بريدونو په بهير کې څه دپاسه دوه زره تنه  مليشه طالبان  وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته