امنیت

په څلورو ولايتونوکې په څو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډ کړى شول

ميمنه/ باختر د ثور ١٦:
د هېواد په څلورو ولايتونوکې په څو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډ کړى شول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
وسله والوطالبانو د وروستۍ يوې شپې او ورځې په بهيرکې د فارياب، جوزجان، کندز او د سرپل په ولايتونوکې په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، خو د پوځيانوله سخت غبرګون سره مخامخ شول .
  په دغو جګړوکې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول .
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم د سرپل، کندز، جوزجان او فارياب په ولايتونوکې د کوماندو د ځواکونو برياليتوب تاييدوي .
ده وويل: د وسله والو طالبانو په دغو بريدونوکې درې تنه ملکي وګړي شهيدان شوي او لس تنه نوريې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته