فرهنګ

لس هنري آثار د نوروز په جشنواره کې نندارې ته وړاندې کيږي

کابل  باخترد کب دمياشتې  ٩ :
د نوروز د لرغونې جشن د جوړولو په مراسمو کې چې سږکال په ترکمنستان کې پرځاى کيږي؛ د نورو نندارو ترڅنګ د هيواد لس تاريخي آثارهم نندارې ته وړاندې کيږي .
د لرغونې نوروزجشنواره سږکال د افغانستان، پاکستان ،تاجکستان ، قزاقستان ، ايران، ازبکستان او ترکمنستان دجمهورو رييسانو په ګډون جوړيږي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي نګارستان رييس محمد رفيق خشنود چې په دې باب يې د باخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې په دغه جشنواره کې د استاد غلام محمدميمنه ګي د طوفان، دکابل زاړه بازارونو، دپنجشير ددرې ،دکابل دکليو ، د پل خشتي د جومات ، د سخي د زيارت ، دهرات دجام  دڅلى  او دبزکشۍ د لوبو د آثارو په ګډون، لس هنري آثار نندارې ته وړاندې کيږي .
ده زياته کړه: په دغه جشنواره کې د دې ترڅنګ چې دهيواد د هنرمندانو له خوا د افغاني موسيقي پارچې اجراکيږي؛ افغاني ډوډۍ پخيږي او مينه والو ته وړاندې کيږي .
د يادونې وړ ده چې دغه  جشنواره  تېرکال دافغانستان د مزارشريف په ښارکې
د شپږويشتو هيوادونو په ګډون جوړه شوې وه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته