امنیت

په فارياب کې دطالبانو پرخلاف دعملياتو پيل .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
په فارياب ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت دشيرين تګاب او دولت اباد په ولسواليو کې دچاڼيزو عملياتوپه بيهر کې  ځينې سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
ويل کيږي  چې په دغو عملياتو کې دشيرين تګاب ولسوالۍ  دمرکز لويديځې  غوڼدۍ تصفيه شوې دي خو دګولۍ دلګيدو له امله دفارياب ولايت په مرکز او ځينو  ولسواليو کې دبريښنا بهير ځنډيدلى دى .
دفارياب والي سيد انور سادات دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دوسله والو طالبانو پرضد دغه عمليات دهوايي ځواکونو په ملاتړ پرون سهار دميمنې ، اندخوي په لاره کې دامنيتي ګواښونو دله منځه وړلو او دشيرين تګاب  او دولت اباد دولسواليو په بيلابيلو ساحو کې دپوستو دجوړولو په موخه پيل شوي دي .  دشيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وايي چې دولتي ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې دپرمختګ  په حال کې دي او  دوګړني پاڅون ځواکونو  دشيرين تګاب ولسوالۍ دمرکز لويديځې غونډۍ   نيولې دي . 
ده جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
په فارياب کې دبريښنا شرکت رييس وايي چې تيرماښام دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دنښتې په بهير کې دشيرين تګاب  ولسوالۍ درحمت اباد په ساحه کې دبريښنا دليږدونې  مزي وشليد او دفارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار او ددغه ولايت دپښتون کوټ شيرين تګاب ، خواجه سبز پوش او ددولت اباد دولسواليو په مربوطاتو کې درې پنځوس زره کورنۍ له  بريښنا څخه بې برخې شوې دي .
  ده زياته کړه چې دبريښنا شرکت کارکوونکي دجګړې بنديدو ته سترګې په لاره  دي چې دبريښنا مزي بيا ترميم اووتړي .
ويل کيږي چې همدا اوس دشيرين تګاب ولسوالۍ په زياترو سيمو کې خورې ورې نښتې  دوام لري .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته