کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په نامه د فدراتيفي روسيې د جمهور رييس ولاديمير پوتين له خوا د لرغوني نوروز او د ١٣٩٣نوى هجري لمريز کال د را رسيدو له امله په دې شرحه دمبارکى پيغام را رسيدلى دى:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس جلالتماب محترم ښاغلي حامدکرزى،
محترم ښاغلي کرزى!
د نوروز د دغه پسرلني روښانه اختر په مناسبت چې د نوى هجري لمريزکال د را رسيدو زيرۍ ورکوي؛ زما د ډيرو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب ومنئ.
ډاډمن يم چې د روسيې او افغانستان ترمنځ د دوستۍ اوهمکارۍ مناسبات به په راتلوونکې کې هم زموږ د خلکو په خير او سوکالۍ او په سيمه کې د امنيت اوثبات د پياوړتيا په ګټه په برياليتوب سره پراختيا ومومي.
تاسوته دې بشپړې روغتيااو برياليتوب اوستاسوهيوادوالوته دسولې اوپرمختګ هيله کوم.
0 1 دقیقه لوستل