امنیت

په پروان کې دشخصي دښمنيو له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دپروان ولايت  په جبل السراج ولسوالۍ کې دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ  نښته کې  دوه تنه ووژل شول او دوه تنه ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي دباختراژانس خبريال ته وويل: تيره شپه  يوه ډله غير مسوول کسان دجبل السراج ولسوالۍ په مناره کلي کې ديوه سړي کورته ننوتل او له ناندرو وروسته دوى ترمنځ جګړه ونښته.
مموزي وويل چې ددواړو لورو ترمنځ جګړه کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې دقضيې علت ددوو ډلو ترمنځ شخصي دښمني ده .
مموزي زياته کړه چې دپيښې عاملين پيژندل شوي او دپوليسوله خوا درې تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته