فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار اړوندو کارکوونکو ته ور وپيژندل شو

کابل باختردتلې دمياشتې ١٥نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د دغه وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى چې د هېواد د جمهور رئيس له  حکم سره سم تاکل شوى دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئيسانو او کارکوونکو ته ور وپيژاند.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت پر ځاى شوي و، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس احمد ضيا انوري د دغه وزارت د ستر حقوقي سلاکار په توګه د دلاور نذير زوى د ټاکل کيدو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني حکم ولوست .
دغه راز  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د دلاور نذير زوى د کړنو، شخصيت او د مسلکي تجربو په باره کې معلومات ورکړل او هغه يې د دغه وزارت رئيسانو او کارکوونکو ته ور پيژاند.
د باختر آژانس رئيس خليل مينوي د رسانه يي قوانينو په برخه کې د دلاور نذير زوى د کړنو او فعاليتونو يادونه وکړه.
دلاور نذير زوى د آزادې سيالۍ او د "سي.بي.آر" د بهير له لارې وکولاى شول چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار پست ترلاسه کړي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته