ټولنه

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د ملي مصالحې عالي شورا پیغام

کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
د لوی اختر د رارسېدو له امله د افغانستان آزاد، سر لوړي او دردیدلي ملت ته مبارکي وایو.
په داسې حال کې لوی اختر لمانځو چې زموږ په هېواد کې تحمیلي، ظالمانه او سراسري جنګ دی، چې له امله یې زرګونه خلک بې کوره او سلګونه مړه او ټپیان شوي دي.
دغه تحمیلي او ظالمانه جنګ افغانان خفه کړي او په ماتم یې کېنولي، ډېر د خواشینۍ ځای دی چې اوس هم وسله وال مخالفین خپلې سیاسي موخې د جنګ او نظامي لارې تعقیبوي.
هرکله مو ټینګار کړی، چې جنګ او نښتې د افغانستان د مشکل د حل لاره نه ده او هېڅ ډله به د خپلې خوښې پایلې ته ونه رسېږي.
د افغانستان د ۴۳ کلن بحران د حل یواځېنۍ لاره د مانا دارو خبرو له لارې یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي. په نظامي او وسله والې لارې ټینګار دا ښکاره کوي، چې له څلورو لسیزو جګړو څخه سمه اخیستنه نه ده شوې.
د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالي ته هېڅ پلمه نه ده پاتې، د وژنو، وینې توېدنې، د بنیادي پروژو او عامه ځایونو ورانول، د افغانانو د لاسته راوړنو له منځه وړل په ښکاره د افغانستان له عزت او پرمختګ سره دښمني ده.
د یوې عادلانه او تلپاتې سولې او سیاسي هوکړې لپاره وروستی فرصت پاتې دی، افغانان تمه لري چې د سولې خبرو په چټکېدو سره به له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته شي.
په تېرو ورځو کې د افغانستان د بحران د سوله ییز حل موندلو لپاره له یو شمېر رهبرانو او مشرانو سره دوحې ته لاړو چې له طالبانو سره له ستونزې څخه د وتلو لپاره خبرې وکړو، د دوحې د خبرو اترو په تړاو مو له طالبانو سره خپل نظر په واضح او روښانه ډول مطرح کړ او له هغوی څخه مو وغوښتل چې مشکل باید د خبرو اترو له لارې حل کړو، چې په هېواد کې جنګ او وینې توېدنې ته د پایې ټکی کېښودل شي.
هیله مو دا ده چې افغانان له یو بل سره په عزت او سوله کې ژوند وکړي او ځان لپاره ښه راتلونکي وټاکي.
په داسې حال کې چې د سولې له بهیر ملاتړ کوو او د سولې د ټنګښت لپاره هڅې کوو، د نظام او هېواد دفاع د افغانانو مشروع حق بولو او په دې لاره کې له خپلو اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو سره ولاړ یوو.
د لوی اختر د رارسېدو له امله یو ځل بیا ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو ته چې په ګوټ ګوټ کې د خپل هېواد د دفاع په سنګر کې دي، د دوی کورنیو، د وروستیو جګړو له امله بې کوره شویو او د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د شهیدانو کورنیو ته مبارکي وایو.
له افغانانو څخه غواړو چې په دغو سختو ورځو کې یو بل ته لاس ورکړي، د خپل توان تر پولې پورې له یو بل سره مرسته وکړي چې د الله (ج) په مرسته له دغه پړاو څخه بریالي ووځو.
پای/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته