کابل / د چنګاښ ۶ مه / باختر
د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند او زابل کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال