کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
پوليسو د پروان ولايت په مرکز کې د يو ١٣کلن ماشوم مړى وموند.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه ماشوم پرون مازيګر بيدرکه شوى و او د پوليسو د هلوځلو له امله نن سهار د ده مړى د چاريکارو له تتمدرې کلي څخه وموندل شو.
ده وويل ؛ د دغه ماشوم د وژنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى خو پوليسو
په دې باب څيړنې پيل کړي دي. پاى شکريه ذ