امنیت

دخوشحال په نامه د طالبانو يو قوماندان له خلکو سره په جګړه کې ووژل شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دوسله والو طالبانو يو قوماندان دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې له خلکو سره په جګړه کې ووژل شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : يوې ډلې وسله والو طالبانو نن سهار غوښتل دتګاب ولسوالۍ دشيرخيلو دکلي په اوسيدونکو جنايتکارانه عمل ترسره کړي چې دکلي دخلکو له مقاومت سره مخامخ شول او د کاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دشير خيلو دکلي دخلکو او طالبانو ترمنځ دجګړې سبب شوچې له امله يې دخوشحال په نامه دوسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو او دهغه يو ساتوونکى ټپي شو.
دغه راز په دې جګړه کې جاويد په نامه ددغه کلي٫ يو تن اوسيدونکى هم ټپي شو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته