ټولنه

په بلخ کې د للمي تحقيقاتو فارم جوړ شو

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۵مه
د للمي تحقيقاتو فارم په بلخ ولايت کې په ۵۰۰ جريبه ځمکه کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دبلخ ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست د دغه ولايت د دهدادي ولسوالۍ د سياه جر په سيمه کې په ۵۰۰ جريبه ځمکه کې د للمي تحقيقاتو فارم جوړ کړ .
دغه فارم دللمي کرکيلې د تحقيقاتي مرکز په توګه له سطحې اوبو څخه په استفادې سره د بزګرانو او بڼوالو  د پوهاوى د کچې د لوړولوپه مقصد له بېلابېلو زراعتي لارو چارو څخه په استفادې سره چې د واورې او باران د اورښتونو له امله بهيږي، عملي کېږي .
  د دغه فارم د پرانېستلو په مراسموکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت تخنيکي سلاکار نجيب الله ملک، د بڼوالی د تحقيق او ترويج مسوولينو، د بلخ ولايت د کرنې رييس او نورو چارواکو ګډون کړی و .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته