ټولنه

فيضان:حکومت دې په نورستان ولايت کې د ښځو حالت ته پاملرنه وکړي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥ مه
د نورستان ولايت د ښځو چارو رئیسه له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د ښځو حالت ته پاملرنه وکړي.
دغه څرګندونې د نورستان ولايت د ښځو چارو ريېسې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په موخه د شپاړس ورځني کمپاين په غونډه کې د غونډې برخه والو ته وکړې.
زاهده فیضان وايي په  نورستان ولايت کې د ښځو حالت ته  د نورو ختيځو ولايتونو په څېر پاملرنه نه ‎ده شوې.
دې زیاته کړه: سږکال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ قضیې په دغه ولایت کې ثبتې شوي دی چې ډېرې یې د قومي جرګو له لارې حل شوې دي خو باید نورستان د ناامنیو په خاطر له نورو ولایتونو شاته پرې نه ‎ښودل شي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته