امنیت

د چمتال لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په دغه ولايت کې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: په هغه هوايي بريدکې چې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتوکې په وسله والو طالبانو ترسره شو، د چمتال لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ګل نبي مبارز له ١٣ نورو طالبانو سره ووژل شو.
د طالبانو دغه ولسوال د دغې ډلې د ډېر ظالم قوماندان په توګه يادېده.
هغه زياته کړه چې په بريدکې ٢٠ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى ١٠ موټرسايکلونه او څو جنګي وسايل او مړي په ساحه کې پاتې دي.
ويل کېږي دغو طالبانو غوښتل د چمتال ولسوال په مربوطاتوکې د انتخاباتو بهير ګډوډ کړي، خو خپل دغه شوم هدف ته ونه رسېدل.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته