کابل باختر د زمري ديارلسمه :
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن مازيګرپه يوې لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې دشيوا او سالار د ځوانانو ټيمونه لوبه کوي .
د قيومي د څرګندونوله مخې: په کابل کې د فوتبال د الف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي.
په پرونۍ لوبه کې د متحد چهاردهي او د مشعل ټيمونو د دوو په وړاندې په دوو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ