امنیت

دايساف قوماندا ن پاکستان ته لاړ .

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

په افغانستان کې دناټو دځواکونو لوى قوماندان دپاکستان له پوځي مقاماتو سره دخبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړي .

  ددغو خبرو محور دافغانستان دحالاتو څيړنه ، دپاکستان په خاوره کې دتروريزم دځالو د دړې وړې کولو لپاره دپاکستان دهڅوزياتوالې او دافغانستان دسولې له بهير سره دملاتړ جلبول دي .

 باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې جنرال الن په دې سفر کې دپاکستان د اردو له لوى درستيز جنرال اشفاق کياني سره کتلى دى .

  دواړو لورو په دې کتنه کې له تروريزم سره داغيزمنې مبارزي لپاره  ددوه اړخيزوهمکاريو  دزياتوالې او دافغانستان او دسيمي دحالاتو په  باب خبري کړي دي .

 په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان آلن په دې کتنه کې دديورند دکرښې په دواړو غاړوکې دثبات دتامينولو او دتروريزم دله منځه وړلو لپاره دګډو هڅو په باب خبري کړي دي .

 د٢٠١٤ کال درانږدي کيدو په درشل کې چې نړۍ  په افغانستان کې خپل اوږد مهال پوځي شتون پاي ته رسوي له امنيتي او دفاعي له پلو ه په ځان دافغان پوځيانو د ډډي لګولو او دافغانستان دروانو حالاتو په باب  دبهرنيو ګواښونو دکمښت لپاره هلې ځلې  زياتي شوي دي .

  څه موده  مخکې دافغانستان ددفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي هم دسولې او دتروريزم پرخلاف دمبارزي له بهير سره دپاکستان دغوڅ ملاتړ دجلبولو په مقصد پاکستان ته سفر وکړ او ددغه هيواد له  جګپوړومقاماتو سره يې خبرې اترې وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته