نړۍ

دپاکستان په کراچي ښارکې اړو دوړ دوام لري

کراچي –  باختر د کب اته ويشتمه :
دپاکستان په کراچي ښار کې په نويو نښتو کې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او کابو پنځه اويا تنه نور په  تاوتريخوالى کې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
باختراژانس د اکسپرس تريبيون ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه څلور تنه پرون دناپيژندل شويو وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ددغه ښار په بېلابېلو سيموکې په ډزو سره ووژل  شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په وژل شويو کسانو کې دپوليسو يو افسر شامل دى چې د دده له وژل کيدو وروسته امنيتي ځواکونو دپلټنې عمليات پيل کړل او په دې بريالي شول چې څه ناڅه پنځه اويا تنه مشکوک کسان ونيسي .
دپاکستان دکراچي ښار د اتلسو مليونو تنو وګړوپه لرلوسره،په وروستيو کلونوکې تل دفرقه يي بريدونو، قصدي وژنو ، تښتونو او په سياسي مسئلو پورې د اړوندو نښتو ډګر دى او له امله يې يو زيات شمير خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته