کابل باختر د کب اوولسمه :
د کابل ښار د اتمې ناحيې مشرانو او مخورو خپلې ستونزې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس له فوق العاده استازي سره طرحه کړې او د هغو د حل کولو غوښتنه يې وکړه .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د کابل ښار د اتمې ناحيې مشرانو چې پرون يې له احمدضيا مسعود سره وکتل؛ د ژوندانه، روغتيا، تعليمي او ټولنيزو امکاناتو نشتوالي خپلې سيمه ئيزې ستونزې وبللې او ويې ويل چې د پوهنې وزارت د قلعه حشمت خان د ليسې د ستونزو د حل لپاره چې ودانۍ يې زاړه شوې ده او د اورښت په وخت کې زده کوونکي نه شي کولى خپلو درسونو ته حاضر شي؛ د حشمت خان کول د ساتنې لپاره د کرنې وزارت بې پروايي او د ځمکه والۍ د خپلواکې ادارې له خوا د کول حشمت خان د شاوخوا ځمکو د استملاک د تطبيق بندول او د کابل ښاروالۍ له خوا ددغې ناحيې دسړکونو او کوڅو دپخولو لپاره دجمهور رييس له فوق العاده استازي څخه يې د اړوندو مراجعو له لارې دخپلو غوښتنو دڅيړنې غوښتنه وکړه.
داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود خلکو ته د ښې حکومتوالۍ په تحقق باندې په ټينګار سره وويل چې د دوى ستونزې به د اړوندو مراجعو د مسوولينو او د دغې ناحيې د استازو په ګډون وڅيړلې شي .
د يوبل خبر له مخې:
د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود پرون مازيګر د بدخشان ولايت د شهدا او درايم دولسواليو د اوسيدونکو امنيتي، ټولنيزې او سيمه ئيزې ستونزې له نږدې واوريدې او د حل کولو لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل