سیاست

حامدکرزي دپاپ فرانسس دټاکنې له امله مبارکي وويله .

 

کابل  باختردکب دمياشتې  ٢٥ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي دکاتوليک دکليسا  دمشر  په توګه دپاپ فرانسس دټاکنې له امله مبارکي وويله.

دخبرونو له  مخې، فرانسس چې دارجنتاين تبعه دى دکليسا دتاريخ د ٢٦٦ پاپ  په توګه وټاکل شو .

ده دچهارشنبې په شپه په واتيکان کې خپل انتخاب اعلام کړ.

 حامدکرزي هيله وکړه چې دنوى پاپ انتخاب به  وکولاي شي  دنړۍ دبيلابيلو

اديانو ترمنځ  دتفاهم او ټينګښت اوپراختيا سره مرسته وکړي .

دافغانستان جمهوررييس په نړۍ کې دسولې په رواجولواوټينګښت او دمذهبي عقيدو له امله داختلافونو په له منځه وړلو کې دپاپ رول مهم وباله  او ده ته يې داديانو دپيروانو  ترمنځ دخبرو او زيات تفاهم دفضا درامنځته کولو په لاره کې  دبرياليتوب هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته