ټولنه

په هرات کې دهوا دککړتيادکمښت لپاره دهلوځلو دوام

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دهرات ولايت سيمه ييز مقامات وايي  چې په دغه ولايت کې دطبيعي منابعو او ژوندانه دچاپيريال ساتنې لپاره يې جدي تدبيرونه ترلاسه لاندې نيولي دي.
دهرات دوالي ډاکترداود شاه صبا په مشرۍ دژوندانه دچاپيريال ساتنې دمشورتي سيمه ييزي شورا دغونډې له جوړولو سره جوخت  غيرمسکوني سيمو ته دانجيل ولسوالۍ له ختيځو سيمو څخه دخښتو دپخولو دداشونو په ګړندي ليږدونې ، په هرات ښارکې دمسلخ دفعاليتونو په مخنيوي ،دبادونودمخ په زياتيدونکې ستونزې دمخنيوي په خاطر دخاصو تدبيرونو په نيولو ، له ښار څخه بهرته دګازو دتاسيساتو په ليږدونې ، له سيندونو څخه دشګې دغيرحرفوي وړلو په مخنيوي ، دسيمه ييزي روغتيا ساتنې رعايتولو ته په پاملرنې اودښکاري وسلو دپيرودنې اوپلورنې په مخنيوي باندې  ټينګار وشو.
دهرات والي دهغوعواملو په بيانولو سره چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دمنابعو دويجاړتياسبب کېږي دفاضل آب څاه ګانو دغيرستندردکېندلو له امله ددغه ولايت ترځمکې لاندې اوبو دسختي ککړتياله امله انديښنه څرگنده کړه او ويې ويل  دښاريانو نه پاملرنه دحياتي منابعو له دې جملې څخه داوبو اوخاورې دله منځه تللو سبب شوي دي .
ده دژوندانه  دچاپيريال ساتنې رعايتول دټولو دنده اورسالت وباله.
دهرات ولايت دژوندانه دچاپيريال ساتنې رئيس عبدالقيوم افغان دژوندانه دچاپيريال ساتنې څخه دسرغړونو زياتوالې دانديښنې وړ وبللي اوهغو کسانو ته يې چې دهوا په ککړتيا کې زياته ونډه لري خبرداري ورکړ چې دنه پاملرنې په صورت کې به ترقانوني څارنې لاندې ونيول شي .
په دې غونډه کې ديوي مياشتې په بهيرکې له هرات ښارڅخه بهر ته دمسلخ دتاسيساتو دليږدونې په باب خبري وشوي او داستوګنې له ساحو څخه بهر ته دخښتو دپخولو دټولو داشونو په چټکې ليږدونې باندې ټينګار وشو.
ديادونې وړ ده چې دژوندانه دچاپيريال ساتنې سيمه ييزه شورا  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دفعالينو، اودښار او ولسواليود قومي مشرانو اومخورو څخه جوړه شوې ده چې په هرو شپږو مياشتو کې يوځل دولايت په کچه دهوا دککړتيا دکچې دکمښت په لاره کې دکارونو اواجرااتو دڅيړنې په خاطر غونډه کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته