امنیت

په بادغيس کې د٢٥ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د وږي٩ مه
د بادغيس د ولايتي شورا مسوولين وايي چې تېره شپه د دغه ولايت د قلعه نو په لامان سيمه کې د پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بريدکې ٢٥وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۰ نوريې ټپيان شول.
د ملي اردو د درېمې لوا قوماندان حبيب الله مسعود اخوند زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بادغيس د مرکز قلعه نو په مربوطاتوکې د پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته کې چې څو ساعته يې دوام درلود، طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
هغه وويل چې طالبان له ځمکې او هوا څخه له سخت مقاومت سره مخ شول چې د ٢٥طالبانو په وژل کېدو او د لسو نورو په ټپي کېدو سره په شاتګ ته اړ شول.
هغه زياته کړه چې په نښته کې شپږ پوځي منسوبين هم ټپيان شوي دي .
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته