امنیت

دطالبانو دوه تنه مشهور قوماندانان له يوولسو طالبانو سره ووژل شول.

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
د چاردرې په ولسوالۍ کې د تروريستي بريدونو طراح او دطالبانو نومول شوى  ولسوال او د ارچي په ولسوالۍ کې دطالبانو پوځي قوماندان سره ووژل شول.
د چاردرې په ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوى ولسوال او د تروريستي بريدونوطراح قاري لطيف اودکندزولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي قوماندان قاري وزيرګل له وسله والو طالبانوسره د امنيتي ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې له دوو ورځو راپه دې خوا په دغه ولايت کې پيل شوي دي، ووژل شول.
دکندزولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني نن باخترآژانس ته وويل : 
دغه عمليات چې دکندز ولايت د دشت ارچي او چهاردرې د ولسواليو د حاجې شريف غونډي، خروټى، نوآباد، ځدران ، چوراق  او باسوس په کليوکې دملي اردو ، ملي پوليسو اودملي امنيت دځواکونو او دسيمه ييزو پوليسو له خوا ترسره شول؛ نهه ويشت تنه نور وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول اويوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته