کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
د زابل د مرکز قلات ښار په مربوطاتو کې نن سهار د ښاروالۍ د یو وکیل صابر توخي پر موټر ماین چاودنه کې وکیل وژل شوی او دوه نور ملکیان ټپيان شوي دي.
د زابل امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په چاودنه کې توخي وژل شوی او دوه نور هټۍ وال ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د زابل د ولایتي روغتون روغتیاپالانو د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ