سیاست

د غزني والي د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره وکتل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦ :
په دې کتنه کې د غزني والي عبدالکریم متین د دې ولایت د دوضعیت په اړه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ته معلومات ورکړل.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
د غزني والي وویل: په دې وروستیو کې د غزني امنیت یو څه ښه شوی او د غزني ملي امنیتي ځواکونه د ترهګرو په ځپلو کې بریالي شوي دي.
متین زیاته کړه: موږ له ترهګرو سره د مقابلې تر څنګ د جنایي جرمونو، د ځمکو د غاصبینو او اداري فساد پر وړاندې هم مبارزه کړې او عاملین مو د قانون منګولو ته سپارلي دي.
همدا راز دغزني والي د رغونې، روغتیا، کرنې او پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو خبره وکړه او وي ویل: په تېر کال کې مو د بيا رغونې پروژې بشپړې کړې دي او هڅه کوو چې په روان کال کې هغه ټولګټې پروژې چې د امنیتي ستونزو له کبله یې کارونه په ټپه ولاړ او یا هم نه وې عملي شوې پيل او بشپړې کړو.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان  د غزني ولایت د وضعیت له ښه کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د غزني ولایت ولایتي او امنیتي مسؤلینو څخه مننه او د لا بریاوو هیله وکړه.
لومړي مرستیال وویل: د ملي یووالي حکومت په روان کال کې په ټول هېواد د ترهګرو په ځپلو لپاره مهم پلانونه لري او د هېواد ټول ولایتونو خصوصا هغه ولایتونه چې نا امنیو له ګواښ سره مخ دي پوره پاملرنه وکړي تر څو په ټول هېواد خصوصا په غزني ولایت کې امنیت لا غښتلی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته