امنیت

په فراه کې د دولتي کارکوونکو د ترور په اړوند د يوه تن نيول کېدل

‘- کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه په فراه ولايت کې يو تن د دولتي کارکوونکو د ترور په اړوند د امنيتي ځواکونو له خوا پرون ونيول شو . د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې په فهيم مشهور ملا قسيم چې څه موده مخکې د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې و، د فراه ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شو . ده څرګنده کړه چې دغه تورن کس په لومړنيو تحقيقاتو کې ويلي دي چې څو تروريستي بريدونه يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې ترسره کړي دي. ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته