کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر
د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ اړوند تورغنډۍ ښارګوټي کې د رزمي ورزشونو د فدراسیون د توتال کینګ بوکسنګ برخې د فتحې جام په نوم سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له مرکز هرات، غوریان، اوبه او رباط سنګي ولسوالیو څخه ۱۶۰ ورزشکاران یو له بله سره ولوبېدل.
د هرات د بدني روزنې او ورزش رئیس وايي چې د هرات په ولسوالیو کې پیاوړي استعدادونه شتون لري چې د بدني روزنې او ورزش ریاست یې ډير پرمختګ او غوړېدو ته ژمن دی او د ولسوالیو ورزش ته به لا ډيره پاملرنه کوي.
سعیده